د سرپرست حکومت د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په افغانستان کې د ټولو سیاسي ګوندونو پر فعالیت په بشپړ ډول بندیز ولګاوه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د سرپرست حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شري د چهارشنبې په ورځ د اسد په ۲۵مه خلکو ته د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې وکړه او هغه په هیواد کې د سیاسي جریانونو فعالیت “غیر شرعي” وباله. هغه زياته کړه: “د سياسي ګوندونو فعاليت په مطلق ډول منع دى، ځکه چې شرعي بڼه نه لري، د خلک ګټې نه خوندي کېږي او خلک يې نه غواړي.” د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو لسيزو کې تر سلو ډېر ګوندونه او سياسي حرکتونه له عدليې وزارت سره ثبت شوي دي.