د سرپرست حکومت امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي اعلان وکړ چې دغه ډله د اسلامي نظام په اړه د هیواد د هیڅ کارپوه او تبعه غوښتنې او نظر نه مني
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د محمد خالد حنفي دغه خبرې په هغه ویډیو کې وړاندې شوې چې د دوشنبې په ورځ د اسد په ۲۳ مه د افغانستان د امر بالمعروف وزارت په ټویټر پاڼه کې خپره شوه. په دغه ټيپ کې چې د ده د وينا وخت او ځاى نه دى معلوم شوى، حنفي له کارپوهانو او رسنيو وغوښتل چې د دوی نظام په اړه له خپل نظر له څرګندولو ډډه وکړي.