د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې د افغانستان ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ له "سختو" او "وژونکي" شرایطو سره مخ دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ اوچا په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په پرله پسې توګه د دریم کال لپاره له سختې او ویجاړونکې وچکالۍ سره مخ دی. اوچا همداراز ټینګار کړی، چې وچکالۍ د افغانستان د لږ تر لږه ۵۰ سلنه وګړو ژوند اغېزمن کړی دی.