د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړو د سرپرست حکومت له استازو سره وکتل او د محرم په ورځو کې یې د هغوی پر کړنو نیوکې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړي د سرپرست حکومت ځینې کړنې غیر عادلانه بولي. د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړي وايي، د سرپرست حکومت ځواکونو د محرم په ورځو کې د محرم ماتم بیرغ ړنګ کړ. سږ کال سرپرست حکومت د محرم په مراسمو پراخ محدودیتونه لګولي وو. دغې ډلې په غزنی ولایت کې هم د حسینی په ماتمکوونکو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې څلور کسان ووژل شول او یوشمیر نور ژوبل شول.