د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د بدخشان ولایت عامه سرچینو کړې ده چی د شریف په نوم د طالبانو یو پخوانی قوماندان له خپلو وسلو سره د ملي مقاومت له جبهې سره یوځای شوی دی. د سیمه ییزو راپورونو له مخې، دغه قوماندان چې له ۷ کلونو راهیسې د طالبانو غړی و، د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې د مقاومت له جبهې سره یوځای شوی دی. دغه قوماندان تر دې وړاندې د طالبانو په ریزرف قطعې کې دنده ترسره کوله.