پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې د جماعت الاحرار پاکستان غړی امیر کراچۍ په افغانستان کې وژل شوی دی
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د شنبې په ورځ، د جولای په ۲۴ مه، د پاکستان د جماعت الاحرار غړی، د کراچۍ امیر محمد داودزی، چې په څو بریدونو او هدفي وژنو کې د لاس لرلو په تور محاکمه کېده په افغانستان کې ووژل شو. دغې رسنۍ لیکلي چې د تحریک طالبان پاکستان دننه سرچینو تایید کړې چې محمد داوودزی د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.