د پاکستان د دفاع وزیر د افغانستان پر سرپرست حکومت د یوه ګاونډي او ورور هېواد په توګه د خپلو دندو د نه ترسره کولو او د دوحې د تړون په ځانګړي ډول د تروریستي فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې د استفادې د مخنیوي مکلفیت په نه عملي کولو سختې نیوکې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه محمد اصف دا نیوکې یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د پاکستان وسله والو ځواکونو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو د “خوندي پټنځایونو او د تګ او راتګ ازادۍ” په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړه. د پاکستان د دفاع وزیر په یوه ټویټ کې پر طالبانو نیوکه کړې چې د دوحې په تړون کې یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. خواجه محمد اصف لیکلي: “افغانستان د یوه ګاونډي او ورور هېواد په توګه خپل مسوولیتونه نه ترسره کوي او نه هم د سولې د تړون ساتنه کوي.”