د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د استازی د څرګندونو په غبرګون کښې اعلان وکړ چې د دغې ډلې حکومت به د تېری په وړاندې غلی پاتې نشی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي. د طالبانو د ویاند مرستیال زیاته کړه: “موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو، چې په هېڅ ډول او تر هر عنوان لاندې دا ډول تېری وکړي.” “افغانستان سوله ییزه پالیسي لري او موږ له کومې ډلې سره تاوتریخوالی نه غواړو.”