د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینو اعلان کړی چې طالبانو په وروستۍ پېښه کې ایران ته د هغه د سفر مخه نیولې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ سرچینې ویلي، چې طالبانو ایران ته د ښاغلي کرزي د سفر د اجازې ورکولو شرط ایښی دی. او دا شرط دا دی چې کرزی د یوې ویدیو په خپرولو سره په افغانستان کې د بشپړ امنیت او د طالبانو له خوا د بشري حقونو درناوۍ بیان کړي. ویل کیږي چې کرزي دا شرط نه دی منلی. ځینو نورو سرچینو هم ویلي، چې طالبانو جرمني او چین ته د حامد کرزي د سفر مخه نیولې ده.