نړیوال بانک د «ښځې، سوداګرۍ او قانون» په نوم په خپل کلني راپور کې دا اعلان کړی چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ نړیوال بانک د «ښځې، سوداګرۍ او قانون» په نوم په خپل کلني راپور کې دا اعلان کړی چی افغانستان، چاد، نیو ګیني، مالي، نایجیریا، سومالیا، جنوبي سوډان، سوډان، سوریه او یمن د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې ښځې یې په بېلابېلو سکتورونو په تېره بیا په سوداګریزو برخو کې تر ټولو کمه ونډه لري.