اوچا اعلان وکړ چې د هالنډ حکومت په افغانستان کې له اړمنو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (دوشنبه، د جوزا ۲۹مه) په یوه ټوېټ کې ویلي چې هالنډ په افغانستان کې د ژوند ژغورونکي غبرګون ملاتړ ته دوام ورکوي او د 2023 لپاره د افغانستان د بشردوستانه وجهي صندوق (IHF) تر ټولو لوړ بسپنه ورکوونکی دی.