د پاکستان ایکسپریس ټریبیون په یوه راپور کې ویلي، چې افغان طالبانو د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان (TTP) ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو هڅې پیل کړي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په دې وروستیو کې د قومي مشرانو یوه پلاوي د پاکستاني طالبانو له مشر نور ولي محسود سره وکتل. دا راپور زیاتوي، چې دا غونډه د هغو هڅو یوه برخه ده، چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ د خبرو د بیا پیلولو احتمال معلومول دي، خو رسمي سرچینو دا خبره نه ده تایید کړې.