د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دغه څرګندونې کړې دي چې وروسته له دې چې د افغانستان اوسنی حاکمیت د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپیژندل شي، موږ به د افغانستان د نوي سفیر کوربه توب وکړو.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف همدارنګه ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې اوسنی حکومت ټول شموله حکومت نه دی او په مسکو کې د افغان سفیر د منلو لپاره باید اوسنی حکومت د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کولو او د قومي او سیاسي استازو د برابرولو په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.