یونیسف اعلان وکړ چې د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې تر ۴۸۸۰۰ ډېر ماشومان چې په سختې خوارځواکۍ اخته دي درملنه یې کړې ده.
د یاد خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن چهارشنبه (د جوزا ۲۴مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې تر ۴۸۸۰۰ ډېر په حاد خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه شوې چې په سلو کې ۵۶ یې نجونې دي.