د اسټریا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اسټریا یو تبعه افغانستان ته له سفر وروسته د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسوشیتد پرس په وینا، د اسټریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې دغه سړی د می په میاشت کې افغانستان ته تللی و او هلته نیول شوی دی. د اسټریا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د اوږدې مودې لپاره افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.