د عدلیې وزارت او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت یو ځل بیا په کابل کې د ودونو د هوټلونو خاوندانو ته امر کړی چې د واده په مراسمو کې له موسیقۍ غږولو ډډه وکړي
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د عدلیې وزارت او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې د ودونو په مراسمو کې د موسیقۍ غږول حرام بللي او د هوټلونو له خاوندانو یې غوښتي چې له اسلامي معیارونو سره په ټکر کې له هر ډول فعالیتونو ډډه وکړي.