تاریخ انتشار: 18 جوزا 1402 - 1 کال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 4920

د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو په پنجشیر کې جنګي جنایتونه کړي دي

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی چې په پنجشیر کې د طالبانو او د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو کلونو جګړو په ترڅ کې طالبانو د ملکي وګړو په ډله ییزه سزا او د جګړې د بندیانو د بې عدالتي په اعدامولو سره جنګي جنایتونه کړي دي.