رینا امیري خبرداری ورکړ، چې د طالبانو له خوا د ښځو د زورونې په عادي کولو سره د ښځو د حقونو په وړاندې یوه خطرناکه سابقه رامنځته کیږي چې په ټول هیواد کې د ښځو امنیت او حقونه له خطر سره مخامخ کوي.
معمار پرس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري تېره شپه په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې هغې د سولې او امنیت د ښځو شبکې په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.