تاریخ انتشار: 11 جوزا 1402 - 11 ماه پیش
موضوع:‌ خبرونه
شماره: 4850

د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګرو په بریدونو کې زیاتوالی

د پاکستان د سولې مطالعاتو (PIPS) وروستۍ موندنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په لومړیو ۲۱ میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شمېر د تېرې ورته مودې په پرتله ډېر شوی دی.