افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو له مشر هبتالله اخندزاده سره کتلي او پټې خبرې کړې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ رویټرز نن (چهارشنبه د جوزا ۱۰مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د قطر لومړي وزیر په روانه میاشت کې له ملا هبتالله سره له نړیوالې ټولنې سره د کړکېچ د هواري په موخه پټې خبرې کړې دي، چې دا د افغانستان د واکمنانو نوې لېوالتیا ښيي، چې د خبرو اترو له لارې خپل انزوا پای ته ورسوي.