د طالبانو د اورګاډي د ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت د اورګاډي د نړیوالې اتحادیې د منځني ختیځ د برخې په شپږ میاشتنۍ غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی دی.
د طالبانو ډلې د ریل پټلۍ څانګې اعلان کړی چې شرافت به په دې غونډه کې د طالبانو د استازي په توګه ګډون وکړي چې د غړو هیوادونو د ریل پټلۍ لوړ پوړي چارواکي به پکې ګډون وکړي.