د ارجنټاین سوپر ستوری لیونل میسي د فوټبال په تاریخ کې د انفرادي او ټیم ویاړونو ریکارډ لري.
پاریس سینټ جرمین د فرانسې لیګ په 37 اونۍ کې د سټراسبورګ پروړاندې د 1-1 مساوي سره سره د 2022/23 لیګ 1 وګټله. په دې لوبه کې د خپلې لوبډلې یوازینی ګول لیونل میسي وکړ. په دې اتلولۍ سره یې په خپل مسلک کې د اتلولۍ د ګټلو شمېر ۴۳ ته ورساوه او اوس د داني الویز ترڅنګ د اتلولۍ د شمېر له مخې د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو ویاړلی لوبغاړی دی