د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعلان وکړ چې د اوبو حق مسله په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت هېڅ اغېز نه لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي په ایران کې د افغان کډوالو د اندېښنو په ځواب کې وویل: “زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ستونزې درک کوو او د خپلو مېلمنو د عزت ساتنه کوو.”