د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د جګړې له قربانیانو سره د ۴۹ میلیونه ډالرو د بشري مرستو پروګرام لغوه کړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د USAID مشر نیتین مدهاو ادعا کړې چې امریکا د کابل له حکومت سره د روانو ستونزو له امله په افغانستان کې د جګړې له قربانیانو سره د ۴۹ میلیونه ډالرو بشري مرستې پروګرام لغوه کړی دی. هغه ویلي دي چې د افغانستان حکومت هڅه کړې چې د مرستو د استولو د ځای په ټاکلو کې لاسوهنه وکړي.