د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په اندونیزیا کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان روان وضعیت ته اشاره وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره یو ځای په یوه خبري غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولو قومونو په شتون سره د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل: په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره باید ټولنیز فعالیتونه برابر شي.