د ایران د لوړ پوړي پوځي پلاوي او د افغانستان د ملي دفاع وزارت د چارواکو ترمنځ په کابل کې د دوه ورځنیو خبرو په پای کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال بهرام حسیني مطلق او د افغانستان د موقت حکومت د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق په مشرۍ د ایران د لوړ پوړي پوځي پلاوي دوه ورځنۍ خبرې دا په سرحدي چارو او د دواړو لورو د نړیوالو مکلفیتونو په همغږۍ او ګډې همکارۍ په ټینګار سره پای ته ورسېده.