تاریخ انتشار: 1 جوزا 1402 - 1 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 4589

ملا نورالله نوري: د افغانانو ستونزې حل کول او دوی ته خدمت کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري زابل ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د شینکۍ، اټغر او سیوري ولسوالیو له قومي مشرانو سره په کتنه کې وویل، چې د هېوادوالو ستونزې حل کول او دوی ته خدمت کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی.