د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په کابل کې د ايران د سفارت له مرستيال سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او رسنيزو اړيکو د پياوړتيا په باب خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست مولوي خيرالله خيرخواه سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او رسنيزو اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.