تاریخ انتشار: 11 سرطان 1401 - 2 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 451

د ملي مقاومت شورا: طالبان هڅه کوي چي د علماوو د غونډې په جوړولو سره دیني مشروعیت او ولسي منل ترلاسه کړي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د طالبانو د عالمانو غونډې ته په غبرګون کې وویل چې دا ډله په سخته مغشوش ده او نه پوهیږي چې څه وکړي. د معمار وحدت د خبری آژانس د راپوړ له مخې؛ دغې شورا تېره شپه (د سرطان ۱۰مه) یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې طالبان هڅه کوي د علماوو د غونډې په جوړولو سره «د مشروعیت له ندرلودلو له دایرې څخه ځان وباسي او د دیني مشروعیت او د خلکو د منلو جامې واغوندي».