په داسې حال کې چې د اذربایجان او ارمنستان دوو جمهوریتونو په دې وروستیو کې د سولې پر یوې موافقې خبرې کړې او په بروکسل کې به دغو خبرو ته دوام ورکړي، نن پنجشنبه (د مې ۱۰مه) یو بل په سرحدي بریدونو تورن کړل. د اذربایجان د دفاع وزارت هم د خپل یو عسکر د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د ارمنستان د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ د اذربایجان جمهوریت ځواکونو د «گغارکونیک» په سرحدي سیمه کې د ارمنستان پر پوستو د توپونو او هاوانونو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې دوه پوځیان ټپیان شول