راپورونه وايي، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په اسلام اباد کې په یوه محکمه کې نیول شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند چارواکی وایی، د دغه هېواد امنیتی ځواکونو د عمران خان د نیولو پر مهال د ګوند له غړیو سره نښتې کړې او یو شمېر کسان یې ټپیان کړی دی.