د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن د افغانستان په ټولنیزو او سیاسي برخو کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن په یوه ټلویزیوني مرکه کې د افغانستان په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د ښځو او نجونو حضور ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو ټولنیز ژوند تنګ کړی او اقتصادي فرصتونه یې له لاسه ورکړي دي