د ترکیې ولسمشر په سوریه کې د داعش د یوه مشر د وژل کېدو خبر ورکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ابو حسین قریشي چې د ابوبکر البغدادي له وژل کېدو وروسته د دغې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و، د سوریې په شمال لوېدیځ کې د جندرس په سیمه کې د ترکیې د استخباراتو په عملیاتو کې وژل شوی دی.