خبري سرچینو تل ابیب ته څېرمه د اسرائیلو "البیت" پوځي فابریکه کې د چاودنې خبر ورکړی دی. سرچینې همداراز د دوو صهیونیسټي کمپنیو د ویبپاڼو د هک کولو خبر هم ورکړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ عبراني رسنیو ویلي، چاودنه تل ابیب ته څېرمه په یوه پوځي کارخانه کې شوې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. بلخوا اسرائیلي چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده