د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول محدودیتونه لیرې کړي، ځکه دا کار د فوري بشري مرستو لپاره مهم دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه دې لغوه کړي.