په سوډان کې د شخړو په دوام کې د سوډاني پوځ او د چټک غبرګون د ملېشه ډلې تر منځ جګړه ټوله شپه روانه وه او اوس دریمې ورځې ته ننوتلې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په سوډان کې د شخړو په دریمه ورځ اوسیدونکو په پلازمینه خرطوم کې د پرله پسې ډزو خبر ورکړی او د هیواد په نورو ښارونو کې هم نښتې لیدل شوي دي.