د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بهرنیو هېوادونو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې اعلان وکړ، چې سیاسي او دیپلوماتیکي ارګانونه باید په افغانستان کې په پوره ډاډ سره خپلو کارونو او فعالیتونو ته دوام ورکړي.
معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روژهمات په مراسمو کې د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکیې، پاکستان، ایران، اندونیزیا له سفیرانو او استازو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي او د آغا خان شرکت له مشر سره وکتل