د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور لیندسي ګراهام وايي، له افغانستانه د وتلو په برخه کې د بایډن د ادارې ناکامه پالیسي د سپټمبر د یوولسمې بل پېښې خطر زیات کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام د یکشنبې په ورځ (د حمل ۲۰مه) له فاکس نیوز سره په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د سپینې ماڼۍ راپور «سیاسي سپیناوی» وباله.