په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی رمیز الکباروف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په اوسنیو سختو حالاتو کې پر افغانانو د خپلو مرستو په بندولو سره سزا ور نه کړی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي رمیز الکباروف د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې نړیواله ټولنه باید د خپلو مهمو او حیاتي مرستو په بندولو سره افغان ولس ته نوره سزا ورنه کړي.