د دغه هېواد د حالاتو په اړه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو څلورمه غونډه (د اپریل ۱۳مه او د حمل ۲۳مه) به د دې اونۍ په پای کې د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ د حمل په ۲۳ مه د ازبکستان په مرکز سمرقند کې جوړه شي