د سرپرست حکومت ویاند ویلي، ځینو هېوادونو داعش ترهګره ډله پر کابل د فشار راوړلو په پلمه ګرځولې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د ځینو هېوادونو اندېښنې پروپاګند وباله او د دغو هېوادونو د نوم له اخیستو پرته یې په افغانستان کې د دغې ترهګرې ډلې د پراخولو او د کابل پر ضد په کارولو تورن کړل