په افغانستان کې د فرانسې سفیر په خپله وروستۍ وینا کې ویلي چې افغان اتباع باید له طالبانو وروسته شرایطو ته چمتو وي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د فرانسې سفیر ډیویډ مارتین دغه څرګندونې د مې په میاشت کې د فرانسې په پاریس کې د “افغانستان د ښځو او توکمیزو لږکیو” په غونډه کې وکړې چی طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له بلې خوا د داعش د خراسان څانګې عملیات چې زیاتره هزاره ګان په نښه کوي، په دوامدار ډول پرمخ ځي