د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې په تېرو څلورو لسیزو کې د بهرنیو هېوادونو له خوا ترسره شوي جنګي جنایتونه باید وڅېړل شي.
د معمار پرس خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي، هغه هېوادونه چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او په بېلابېلو لارو یې افغانان وژلي، باید د جرمونو نړیوالې محکمې ته معرفي شي