په سعودي عربستان کې د عمرې د زیارت کوونکو د یوه موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سعودي د الاخباریه دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۷ مه د عسیر ولایت په مرکز «ابها» کې وشوه.