د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په پاکستان کې مېشت له یو شمېر افغان سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ته د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسبو شرايطو په اړه د خبرو ترڅنګ، په افغانستان کې د کانونو د پروژو او د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې د جلب او جذب په اړه خبرې وکړې.