د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست ویلي، چابهار د ستراتیژیک موقعیت په لرلو سره د افغانستان او نړۍ د پانګونې لپاره په زړه پورې سیمه ده.
په افغانستان کې د ایران سفیر محمد حسن کاظمي قمي ویلي چې د طالبانو د سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره یې د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ د پرانیستلو او په چابهار بندر کې د سوداګریزو فعالیتونو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.