د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نادر محمد ندیم د دې ډلې د کابینې له غړو غوښتي چې هغه ځوانان چې له پوهنتونونو فارغ شوي دي په دولتي بستونو کې وګماري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ او ویې ویل چې په تېرو کلونو کې هم محصلینو ته د پیسو په بدل کې د فراغت سندونه ورکول کېدل.