د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، په افغانستان کې بشري وضعيت، بشري حقونه او د ترهګرو ډلو مخ په زياتېدونکي ګواښ د اندېښنې وړ دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د سې شنبې په ورځ (د حوت ۲۳مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د یوه ټول شموله سیاسي نظام له لارې د اساسي قانون د حاکمیت لپاره د باور وړ او ټول شموله ملي ډیالوګ ته اړتیا لري.