د فرانسې خلک چې د حکومت له خوا د تقاعد په قانون کې د اصلاحاتو او د عمر د زیاتولو پر ضد له څو اونیو راهیسې مظاهرې او اعتصابونه کوي، نن (چهارشنبه) به د اتم ځل لپاره دا کار کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پوهنې او انرژۍ څخه نیولې تر ترانسپورت او عامه خدماتو پورې د بیلابیلو سکتورونو کارمندان نن د اتم ځل لپاره په اعتصاب کې دي ترڅو د ایمانویل میکرون د حکومت په اصلاحاتو کې د لازمي عمر د زیاتوالي پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي