د جنوبي اسیا د سیمه ییزو همکاریو د سازمان (سارک) دوره یي مشري، چې ټاکل شوې وه افغانستان ته ورسیږي، د طالبانو د حکومت د نه تسلیمیدو له امله بنګله دیش ته وسپارل شوه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سارک په دارالانشا کې باخبره سرچینو ویلي چې بنګله دېش خپل جګپوړی دیپلومات غلام سرور د سارک سازمان د نوي عمومي منشي په توګه نومولی دی.